Nine years ago, I stood on a stage a lot like this one. It was at the TEDWomen conference in Washington, DC, back in 2012. I was 22 years old, a woman with a college degree. That's nothing too exceptional to say here in the United States. In Afghanistan, my homeland, women like me were the exception.
نهه کاله مخکې زه تر ډېره پر داسې یو سټېج باندې ودرېدم دا په 2012م کال کې په واشنګټن کې د TED له خوا د ښځو کانفرنس وو زه 22 کلنه وم یوه داسې ښځه چې د کالج ډګري مې لرله دا دلته په امریکا کې ډېره عادي خبره ده خو زما په هېواد افغانستان کې زما غوندې ښځې بېسارې وې.
It had been a little over a decade since the fall of the Taliban regime. A time when it was quite literally illegal for girls to go to school. The Afghan people had spent a decade rebuilding our nation and our lives. And when I stood on the TEDWomen stage, I challenged the world to dare to educate Afghan girls. The way I had just started doing at a place in Kabul called the School of Leadership, Afghanistan, or SOLA.
څه باندې یوه لسیزه تېره شوې وه چې د طالبانو حکومت ختم شوی وو دا یو داسې وخت ووچې ښوونځیو ته د نجونو تګ بېخي غیرقانوني وو افغانانو یوه لسیزه پر دې تېره کړې وه چې زموږ ملت او ژوند بیا جوړ کړي او کله چې زه د TED د ښځو پر سټېج ودرېدم، ما نړۍ چېلنج کړه چې د افغانو نجونو د تعلیمیافته کولو جرئت وکړي هغسې کار چې ما د کابل په یو ځای کې پیل کړی وو دا د افغانستان د رهبرۍ ښوونځی یا «سوله» نومېږي
(Video) [To] me, Afghanistan is a country of hope and boundless possibilities. And every single day, the girls of SOLA remind me of that. Like me, they are dreaming big.
زما لپاره افغانستان د هیلو او بې انتها امکاناتو وطن دی او هره ورځ د «سولې» نجونې ماته همدا خبره کوي هغوی هم زما غوندې لوی خوبونه ویني
That was then.
دا هغه وخت وو
(Applause)
(د ستاینې چکچکې)
And this is now. And the Taliban are back.
او دا اوسنی وخت دی او طالبان بیا واکمن شوي دي
But I want you to know I haven't stopped dreaming. Neither have those girls of SOLA. We have taken our dreams and adapted them. Agility, adaptation, resilience. These concepts are core to everything that SOLA is. We have faced the uncertainty of what might be, and we have turned it into the certainty of what will be. I'll explain.
خو زه غواړم تاسې پوه کړم ما خوب لیدل نه دي پرېیښي نه د «سولې» نجونو خوب لیدل پرېیښي موږ خپل خوبونه را اخیستي او عملي کړي مو دي چسپاندي، جوړجاړی، لچک یا انعطاف دا هغه بنیادي تصورات دي چې «سوله» یې لري موږ له داسې ناڅرګند حالت سره مخ شوي یو چې ګوره څه به کېږي، او موږ دا په دې باور بدله کړه چې داسې به کېږي زه یې درته روښانه کړم
Back in 2012, we ran a program where girls lived at SOLA but primarily studied at high schools in Kabul. And we secured scholarships for these girls to pursue their education overseas, including here in America. It worked. It worked well. But I realized I was contributing to something I never wanted to see: a brain drain of Afghanistan’s educated women. So I realized I had to adapt. I wanted to educate Afghan girls who would become educated Afghan women, who would then educate other girls. And all of them together over time would build a new Afghanistan from the bottom up, and they would be among its leaders. I needed a place where these girls would learn to read English and Koran. I needed a place where the administration and instructors would be women. A place where the notion of female leadership -- Afghan female leadership -- would become known for every student. I needed a place that quite simply did not exist in Afghanistan.
په 2012م کال کې، موږ یو پروګرام وچلاوه چې نجونه به په «سوله» کې اوسېدې خو لومړۍ زدکړې یې د کابل په عالي لیسه کې وکړې او موږ د دغو نجونو لپاره سکالرشپونه تر لاسه کړل چې په بهر کې خپل تعلیم ته دوام ورکړي، دلته د امریکې په ګډون. کار یې وکړ ډېر ښه کار یې وکړ. خو ما وګڼله زه په داسې څه کې مرسته کوم چې هیڅکله مې لیدل نه غوښتل: له هېواده د افغانستان د لوستو او تعلیمیافته ښځو وتل نو زه پوه شوم چې دا کار باید وکړم ما غوښتل افغانې نجونه تعلیمیافته کړم چې دغه افغانې ښځې تعلیمیافته شي دوی به بیا نورو نجونو ته زدکړې ورکوي. او دوی ټولې به د وخت په تېرېدو په ګډه یو نوی افغانستان جوړوي له بنیاده تر سره او دوی به یې له رهبرانو څخه وي ما یو داسې ځای ته اړتیا لرله چې دغه نجونې هلته انګرېزي او قرآن زده کړي ما یو داسې ځای ته اړتیا لرله چې د ادارې کارکوونکې او ښوونکې یې ښځې وي. یو داسې ځای چې پکې د ښځینه رهبرۍ په اړه-- د افغان ښځینه رهبرۍ په اړه تصور هرې زده کوونکې ته معلوم وي. ما یو داسې ځای ته اړتیا لرله چې په افغانستان کې بېخي نه وو.
So my team and I created it. In 2016, SOLA became a full-fledged boarding school for girls. The first and only in Afghanistan.
نو ما له خپل ټیم سره داسې یو ځای جوړ کړ په 2016م کال کې«سوله» د نجونو لپاره د تعلیم او استوګنې بشپړ ښوونځی شو. په افغانستان کې لومړنی او یواځینی
(Applause)
(د ستاینې چکچکې)
That year, we enrolled 24 girls in sixth grade. By 2021, we had enrolled nearly 100 girls in grades six to 11. I'll tell you something I'm very proud of. In 2016, we drew girls from 14 of Afghanistan's 34 provinces. This year, we have girls from 28 provinces.
په هماغه کال، موږ 24 نجونه په شپږم ټولګي کې داخله کړې په 2021م کال کې، موږ له شپږم تر یوولسم ټولګي پورې نیژدې 100 نجونه داخلې کړې وې زه به درته هغه څه ووایم چې پرې ویاړم. په 2016م کال کې، موږ د افغانستان په 34 ولایتونو کې له 14 ولایتونو نجونې راوستې سږ کال، موږ په «سوله» کې د 28 ولایتونو نجونه لرو
(Applause)
(د ستاینې چکچکې)
Imagine you are a girl from one of these provinces coming to SOLA. You've probably never lived away from your family. As you can see, we have obscured their faces for their safety. But when you arrive on campus, an older sister will be there for you. She will be beside you as you pray in the campus mosque; she will eat with you; she will help you with your schoolwork. You are from different provinces, different ethnicities, but you are united by sisterhood. By your identity as Afghan girls.
تصور وکړئ تاسې له دغو ولایتونو څخه د یوه ولایت نجلۍ یاست چې «سولې» ته راځئ او تاسې شاید کله هم له خپلې کورنۍ لرې نه یئ اوسېدلې. تاسې وینئ، موږ یې د خوندیتوب لپاره د دوی څېرې تتې او خپ کړې دي خو تاسې چې د سکول کېمپس یا انګړ ته ورشئ یوه مشره خور به ستاسې هرکلی وکړي. کله چې تاسې د کېمپس په جومات کې لمونځ کوئ هغه به ستاسې تر څنګ وي هغه به له تاسې سره خواړه خوري هغه به د سکول په کار کې ستاسې مرسته کوي. تاسې به له بېلابېلو ولایتونو او مختلفو قومونو سره تړاو لرئ خو تاسې به سره خوندکۍ یاست. د پېژندنې له مخې د افغانو نجونو په حیث
Educating girls, breaking barriers, this is what we do at SOLA. We became known for this nationwide. Parents came to us from across Afghanistan asking us to admit their daughters.
نجونه تعلیمیافته کول، خنډونه له منځه وړل، هغه څه دي چې موږ یې په «سوله» کې کوو په دې کار موږ په ټول هېواد کې وپېژندل شوو. د ټول افغانستان میندې پلرونه موږ ته راغلل له موږه یې وغوښتل چې لوڼه یې داخلې کړو.
I remember one father in particular, from a rural province, and one of his daughters was already a student with us. This was back in 2019, and I remember him coming to campus and sitting in my office. He was trying to convince me to admit another one of his daughters. On his way out, he stopped in the doorway, turned around and looked at me, and completely calmly, he said, "When the Taliban come back, please promise that you will burn my daughter's records. If the Taliban know my daughter studies here, they will kill my family." Remember, this was 2019. Two years ago. He didn't say "if the Taliban come back." He said "when." I promised him that I would do what he asked. And this summer ... I did.
یو پلار زما خصوصي په یاد دی، چې د یو لرې ولایت وو، او د هغه یوې لور مخکې لا له موږه سره درس وایه دا د 2019م کال خبره ده او یادېږي مې چې هغه کېمپس ته راغلی او زما په دفتر کې ناست وو ده هڅه کوله په ما دا خبره ومني چې یوه بله لور یې هم داخله کړم. د بیرته تلو په وخت په وره کې ودرېد مخ یې را واړاوه، ماته یې وکتل او بېخي سوکه یې راته وویل: “چې طالبان بیرته راشي، مهرباني وکړه ژمنه وکړه چې ته به زما د لوڼو ریکارډ ته اور ورکوې که طالبان خبر شول چې زما لور دلته زدکړه کوي زما ټوله کورنۍ به و وژني“. په یاد ولرئ، دا 2019م کال وو دوه کاله مخکې. هغه دا ونه ویل “که طالبان بیرته راغلو“. هغه وویل “چې راشي“. ما ورسره ژمنه وکړه چې ستا خبره به پر ځای کړم. او سږ اوړی- دوبی ما همداسې وکړل.
What you're seeing here are the records of my students burning. We set this fire to protect every girl who's ever studied at SOLA. This was mid-August. Right as the Taliban were about to enter Kabul. Less than two weeks later, nearly 250 members of the SOLA community, students, staff and family members, were out of Afghanistan and safe in the nation of Rwanda.
څه چې تاسې دلته وینئ زما د شاګردانو سوځېدونکی ریکارډ دی. موږ ځکه دا وسوځول چې هره نجلۍ و ژغورو چې په «سوله» کې یې تعلیم کړی وو. دا د اګست میاشتې منځ وو. بېخي هماغه وخت چې طالبان کابل ته په ننوتو وو تر دوو اوونیو لږ موده وروسته د «سولې» د ټولنې نيژدې 250 غړي زده کوونکې، کارکوونکي او د کورنیو غړي له افغانستانه ایستل شوي او روانډا هېواد ته خوندي رسول شوي وو.
(Applause)
(د ستاینې چکچکې)
I will say this again. When you face the uncertainty of what might be, you can turn it into the certainty of what will be.
زه به یو ځل بیا دا ووایم. کله چې ته له ناڅرګند حالت سره مخ شې چې څه به وي، تاسې یې په دې باور بدلولای شئ چې داسې به کېږي.
SOLA's departure from Afghanistan made headlines. And I think it has drawn the attention partly because how swiftly the Taliban took over Afghanistan and how quickly so much of what was beautiful about my country turned to dust. But what these stories don't usually tell you is that we had been quietly planning for this day of our departure for most of the year. I had that conversation with my student's father in December 2019. The United States signed an agreement with the Taliban in February 2020. And the US announced its unconditional withdrawal from Afghanistan in April 2021. These dates were like signposts on a road I never wanted to be on. I couldn't see far enough down that road to be certain about it's end. But what I was certain of was that I would not sit passively by and let that road lead me.
له افغانستانه د «سولې» وتلو د خبرونو سرلیکونه جوړ کړل او زه فکر کوم دې شي د نړۍ پام ور واړاوه دا ځکه هم چې، څومره په تېزۍ طالبانو افغانستان ونیو او څومره په بیړه هغه هر څه چې زما د وطن په اړه ښکلي وو په خاورو بدل شول. خو هغه څه چې معمولاً دا کیسې تاسې ته نه کوي هغه دا دي چې موږ په خاموشۍ پلان جوړاوه د کال په زیاتره برخه کې له هېواده د وتلو د نننۍ ورځې لپاره. په دې اړه ما د خپلو شاګردانو له پلرونو سره د 2019م کال په دسمبر کې خبرې کړې وې امریکې د 2020م کال په فرورۍ کې له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ او امریکې له افغانستانه د وتلو ناشرطیه اعلان وکړ د 2021م کال په اپرېل کې. دا نېټې پر هغه سړک د نخښو غوندې وې چې ما هیڅکله نه غوښتل ورباندې لاړه شم ما پر دې سړک لاندې تر ډېره نه شو کتلای چې د پای په اړه یې ډاډمنه شم. خو پر څه چې مې باور درلود دا وو چې زه به لاس تر زنې نه کښېنم چې هغه سړک ما ورسره بوځي.
This spring, we started making plans to bring our students overseas for a study abroad program. This takes time. We needed to identify potential host nations; we needed parents to grant permission; we needed to speak with officials and gather our resources. It takes time, and all the while you're moving down that road, going faster, gaining momentum toward what lies at the end. There is a lot about this that I still cannot talk about. Some of it is for security reasons. And some of it is for personal reasons. This is still very raw for me.
سږ پسرلی، موږ پر پلانونو کار پیل کړ چې خپل زده کوونکي بهر راولو په بهر کې د زدکړې د پروګرام لپاره. دا وخت اخلي. موږ ته پکار وه چې ممکنه کوربه هېوادونه وپېژنو موږ ته د میندو پلرونو اجازه پکاره وه موږ ته پکار وه چې له چارواکو سره و ږغېږو او خپل وسایل را غونډ کړو دا وخت اخلي، او په دې ټول وخت کې چې پر دې سړک تاسې مخ پر ځوړ حرکت کوئ او تېز ځئ، پر هغه خوا حرکت کوئ چې په پای کې یې څه دي. په دې اړه ډېر څه شته چې زه لا نه شم پر ږغېدای. په دې کې ځینې امنیتي وجې دي. او ځینې شخصي وجې دي. ماته تر اوسه هم دا د نه منلو وړ ده
I never imagined Afghanistan would fall as fast as it did. No one imagined it. But I will tell you this. On August 1, we were bringing our students back to Kabul after their semester break. On August 15, the Taliban were in Kabul and in control. And on August 30, we were holding our second day of classes at our new campus in Rwanda with our entire community together and safe.
ما هیڅ تصور نه کاوه چې افغانستان به داسې ژر سقوط شي لکه اوس هیچا هم دا تصور نه کاوه. خو زه به تاسې ته دا ووایم د اګست پر لومړۍ نېټه، موږ خپل شاګردان بیرته کابل ته راوستل د دوی د سمیسټر تر رخصتیو وروسته. د اګست پر 15مه، طالبان په کابل کې وو او واکمن وو. او د اګست پر 30مه، موږ په روانډا کې په خپل نوي کېمپس کې د درسونو دویمه ورځ تر سره کوله د خپلې ټولنې له ټولو کورنیو سره یو ځای او خوندي.
(Applause)
(د ستاینې چکچکې)
That is how fast things can move. And that's what anyone, not just me, but anyone can accomplish when you accept the uncertainty of what might be, and through careful contingency planning, turn it into the certainty of what will be. You will find yourself somewhere new. And different. Adapting and succeeding. And sometimes, you will know you have left a light on to help you find your way home.
شیان څنګه په بیړه حرکت کوي. او دا هغه څه دي، چې نه یواځې زه بلکې هر څوک یې سر ته رسولای شي که دا ومني چې په ناڅرګند حالت کې به څه وي، او د محتاط بیړني پلان په وسیله، دا په څرګند حالت بدل کړي چې داسې به وي. تاسې به خپل ځان په یو نوي ځای کې ومومئ او بدل شوي به یئ. جوړجاړی او بریالیتوب. او کله به، تاسې پوه شئ چې یو څراغ مو بل پرېیښی چې د کور د لارې په موندلو کې مو مرسته وکړي
What you're seeing here is something that I very rarely show publicly. Earlier, I talked about SOLA's campus in Kabul. That campus is a series of rented buildings that we have converted into classroom and residential space. But what you're seeing here is something very different. This is a perimeter wall that rings a parcel of land in the heart of Kabul city, land that SOLA holds legal rights to. This is the land where we're going to build a permanent campus, where Afghan girls will come to live and study in safety. We cleared this land ourselves, all 18,000 cubic meters of landfill. We raised this wall ourselves. We knew we would face opposition, and we planned for it. We spoke with our neighbors, explaining how valuable an educated girl is to her family, explaining how one day their daughters could apply to study at SOLA. And our neighbors became some of our strongest allies. We spoke with high-level government officials who complained that this land was too valuable to be wasted on educating girls. And we convinced them otherwise. Those officials, of course, aren't in government anymore. Afghanistan has new leaders. And while this is a sensitive topic, I can say that it's quite possible that construction on this new campus might resume relatively soon. Time will tell.
دا چې تاسې دلته وینئ هغه څه دي چې زه یې ډېر کم په عامه توګه ښکاره کوم. مخکې ما په کابل کې د «سولې» د کېمپس په اړه درته وویل هغه کېمپس د کرایې څو ودانۍ دي چې موږ بدلې کړې دي ټولګي او استوګنځایونه مو ترې جوړ کړي دي خو څه چې تاسې دلته وینئ دا بېخي له هغه بدل دي. دا ورباندې را ګرزېدلی دېوال دی چې د کابل ښار په زړه کې یې د مځکې یوه ټوټه را بنده کړې ده «سوله» د دې مځکې د ملکیت قانوني حق هم لري. دا هغه مځکه ده چې موږ غواړو یو دایمي کېمپس پرې جوړ کړو، افغانې نجونه به دې ته راځي خوندي استوګنه او تعلیم به پکې کوي. دا مځکه موږ پخپله برابره کړه، ټوله 18,000 مکعب میټره له خاورو خځلو ډکه موږ دا دېوال پخپله را پورته کړ. موږ پوهېدو چې مخالفت به مو کېږي، او موږ دې ته پلان جوړ کړ. موږ له خپلو ګاونډیانو سره خبرې وکړې، هغوی ته مو وویل چې یوه تعلمیافته نجلۍ د هغې کورنۍ ته څومره ارزښت لري هغوی ته مو وویل چې یوه ورځ د دوی لوڼه هم په «سوله» کې د تعلیم لپاره غوښتنه کولای شي او زموږ ګاونډیان زموږ ځینې پیاوړي ملګري شول. موږ د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړې موږ دوی ته شکایت وکړ چې دا مځکه ډېره قیمتي ده چې د زده کوونکو نجونو لپاره وکارول شي او موږ دوی په بل ډول قانع کړل. هغه چارواکي، ښکاره خبره ده، چې نور په حکومت کې نه شته افغانستان د نویو رهبرانو په لاس کې دی او څنګه چې دا یوه حساسه موضوع ده، زه ویلای شم دا بېخي ممکنه ده چې د دې نوي کېمپس د جوړېدو کار نسبتاً ژر بیرته پیل شي. دا به وخت ووایي.
Nine years ago, I stood on a TEDWomen stage, and I said Afghanistan is a country of hope and boundless possibilities. And every single day, the girls of SOLA remind me of that. Like me, they are dreaming big.
نهه کاله مخکې، زه د TED د ښځو پر سټېج ودرېدم، او ما وویل چې افغانستان د هیلو او بې انتها امکاناتو وطن دی او هره ورځ به د «سولې» نجونو ماته همدا خبره کوله دوی هم زما غوندې لوی خوبونه ویني
Earlier this year, I was on SOLA's campus in Kabul interviewing a girl who was applying for sixth grade. I asked her why she wanted to come to SOLA, which is a question I ask all our applicants. She said, "I have dreamed of this. I've dreamed of coming to SOLA ever since I was a little girl." In all these years that I have interviewed girls from across Afghanistan, this was the first time that a young girl said that to me. Why do I keep doing what I do, despite the risk that comes with it and all the uncertainty? Because Afghanistan is a country of hope and dreams. It's my home. And it always will be. And now, out there in the most remote corners of Afghanistan, are young girls, dreaming to attend SOLA.
د دې کال په پیل کې، زه په کابل کې د «سولې» په کېمپس کې وم له یوې نجلۍ سره مې مرکه کوله چې په شپږم ټولګي کې یې داخله کوله ما وپوښتله چې ولې یې «سولې» ته راتګ غوښت دا یوه داسې پوښتنه ده چې زه یې له هرې داخله کوونکې کوم هغې راته وویل، “دا زما خوب وو چې دلته به راځم زه چې لا وړه وم «سولې» ته د راتګ خوب مې لیدلی وو“. په دغو ټولو کلونو کې چې ما د ټول افغانستان له نجونو سره مرکې کړې دي، دا لومړی ځل وو چې دغې ځوانې نجلۍ راته دا خبره وکړه. زه چې څه کوم ولې غواړم هغه ته دوام ورکړم، له خطر سره سره چې ورسره تړلی دی او پر ناڅرګند حالت برسېره؟ ځکه چې افغانستان د هیلو او خوبونو وطن دی. دا زما کور دی او تل به مې کور وي. او اوس، د افغانستان په ډېرو لرې سیمو کې پېغلې نجونه دي چې په «سوله» کې د تعلیم خوبونه ویني
My community, my students are settling and thriving in Rwanda. And I'm so grateful we're there. I see Afghanistan now through TV news reports or on my phone, when friends, still in Afghanistan, call me. But SOLA is there too. We have planted roots that can never be destroyed.
زما ټولنه، زما زده کوونکې په روانډا کې مېشتې دي او پرمختګ کوي او زه ډېره منندویه یم چې موږ هلته یو. زه اوس افغانستان د ټيلیویژن په خبرونو رپوټونو کې ګورم یا په خپل موبایل کې، کله چې په افغانستان کې پاته ملګرې راته فون کوي. خو «سوله» هم هلته شته. موږ زړي کرلي دي چې کله بله هم ختم نه شي.
Nine years ago, I challenged the world to dare to educate Afghan girls. Those girls are young women now. And they will do what Afghan women have always done. Meet uncertainty head on and rise above it. I know they will do their part. But they, we need something from you, all of you here and watching this.
نهه کاله مخکې، ما نړۍ چېلنج کړه چې د افغانو نجونو د تعلیمیافته کولو جرئت وکړي. هغه نجونه اوس ځوانې ښځې دي. او دوی به هغه څه کوي چې افغانو ښځو تل کړي دي له ناڅرګند حالت سره مقابله کوي او ځان را پورته کوي زه پوهېږم دوی به خپله برخه کار کوي خو دوی موږ له تاسې یو څه غواړو دلته تاسې ټول او زما کتونکي
So today I issue another challenge to the world. Do not look away. As the noise dies down, and Afghanistan slips from the front pages, do not look away.
زه نړۍ ته نن یو بل چېلنج ورکوم چې مخ به نه اړوي څنګه چې شور ختمېږي او افغانستان د مخ له پاڼو ښویېږي لرې کېږي مخ مه اړوه
In nine years, it will be the year 2030. It's the year I will celebrate my 40th birthday. So here is my dream, my birthday wish. In nine years, I hope to be speaking with you again from SOLA’s campus in Kabul, with all of my students there. I will see you then, if you do not look away.
په نهو کالو کې، دا به 2030م کال وي دا هغه کال دی چې زه به د خپلې زوکړې 40مه کلیزه لمانځم نو دا زما خوب دی، زما د کلیزې ارمان. په نهو کلونو کې، زه هیله منه یم چې بیا به له تاسې سره ږغېږم په کابل کې د «سولې» له کېمپسه هلته له خپلو ټولو شاګردانو سره. زه به بیا تاسې وینم، که تاسې مخ نه واړاوه.
Thank you.
مننه
(Applause)
(د ستاینې چکچکې)