When I was 11, I remember waking up one morning to the sound of joy in my house. My father was listening to BBC News on his small, gray radio. There was a big smile on his face which was unusual then, because the news mostly depressed him.
زه چي يوولس کلنه وم، زما په یاد دي چې یوه ورځ پخپل کور کې د خوشالۍ پر غږونو را و ویښه شوم. زما پلار د بي بي سي خبرونه اورېدل له خپلې وړوکې، خړې رېډيو څخه د هغه په مخ پراخه موسکا وه چې هغه وختونو کې یوه غېرمعمولي خبره وه، ځکه چې خبرونو به هغه اکثره وخت خپه کاوه.
"The Taliban are gone!" my father shouted.
"طالبان لاړل." زما پلار په چيغه ووېل.
I didn't know what it meant, but I could see that my father was very, very happy.
زه د دې خبرې په مانا نه پوهېدم، خو ما لیدل چې پلار مې ډېر زیات خوشاله و.
"You can go to a real school now," he said.
هغه وويل: "ته اوس سم ښوونځي ته تللاى شې."
A morning that I will never forget. A real school. You see, I was six when the Taliban took over Afghanistan and made it illegal for girls to go to school. So for the next five years, I dressed as a boy to escort my older sister, who was no longer allowed to be outside alone, to a secret school. It was the only way we both could be educated. Each day, we took a different route so that no one would suspect where we were going. We would cover our books in grocery bags so it would seem we were just out shopping. The school was in a house, more than 100 of us packed in one small living room. It was cozy in winter but extremely hot in summer. We all knew we were risking our lives -- the teacher, the students and our parents. From time to time, the school would suddenly be canceled for a week because Taliban were suspicious. We always wondered what they knew about us. Were we being followed? Do they know where we live? We were scared, but still, school was where we wanted to be.
هغه سهار به مې کله هم هېر نه شي. سم ښوونځي. زه شپږکلنه وم، چې طالبانو افغانستان ونیو او د جینکو تعلیم يې غېرقانوني وګرځاوه نو تر راتلونکو پينځو کالونو پورې به زه د هلکانو په جامو کې له خپلې مشرې خور سره، چې هغې ته اوس د کور نه د وتلو اجازه نه وه، یوه پټ ښوونځي ته تلم. يواځې همدا طریقه وه چې موږ زدکړې ترلاسه کولاى شوې. موږ به هره ورځ په یوه بله لاره تللو چې څوک شک ونه کړي چې موږ چېرې تللو. موږ به خپل کتابونه د سودا په کڅوړو کې پټول نو داسې به ښکارېده چي ګواکې موږ د سودا لپاره روانې یو. ښوونځی په یوه کور کې و، شاوخوا سل جينکۍ به په یوې کوټې ورننوتې وو. په ژمي به هغه ځای تود و خو په اوړي به ډېر زیات ګرم و. موږ ټول پوهېدو چې خپل ژوند مو په خطر کې اچولى که استاذان وو، که زده کوونکې او که ميندې پلرونه وو. وخت په وخت به مو ښوونځى ناڅاپه تر یوې اوونۍ بند کړل شو ځکه چې طالبان پرې شکمن شوي وو. موږ به تل حيرانې وو چې دوى په موږ څه خبر شول. آیا دوى موږ تعقیبوي؟ آیا دوى خبر دي چې موږ چېرې اوسېږو؟ موږ به وېرېدلو خو بیا هم ښوونځی هملته و، چې موږ ورتلل غوښتل.
I was very lucky to grow up in a family where education was prized and daughters were treasured. My grandfather was an extraordinary man for his time. A total maverick from a remote province of Afghanistan, he insisted that his daughter, my mom, go to school, and for that he was disowned by his father. But my educated mother became a teacher. There she is. She retired two years ago, only to turn our house into a school for girls and women in our neighborhood. And my father -- that's him -- he was the first ever in his family to receive an education. There was no question that his children would receive an education, including his daughters, despite the Taliban, despite the risks. To him, there was greater risk in not educating his children. During Taliban years, I remember there were times I would get so frustrated by our life and always being scared and not seeing a future. I would want to quit, but my father, he would say, "Listen, my daughter, you can lose everything you own in your life. Your money can be stolen. You can be forced to leave your home during a war. But the one thing that will always remain with you is what is here, and if we have to sell our blood to pay your school fees, we will. So do you still not want to continue?"
زه بختوره يم چي په داسې کورنۍ کې لويه شوې یم چې د تعلیم قدر پکې کېده او لوڼه پکې نازول کېدې. زما نیکه د خپل وخت یو غيرعادي سړی و. هغه د افغانستان د یوه لرې ولایت یو بیخي بېکسه سړى و هغه به ټینګار کاوه چې د هغه لور، زما مور بايد ښوونځي ته ځي، ځکه هغه خپل پلار له ځانه پردى کړی و. خو زما تعلیم یافته مور ښوونکې شوه وګورئ! هاغه ده هغه دوه کاله مخکې تقاعد (ریټایر) شوه يواځې د دې لپاره چې زموږ کور د ګاونډ د جینکو او ښځو لپاره په ښوونځي بدل کړي او زما پلار – ګورئ دغه دى هغه پخپله کورنۍ کې لومړی کس و چې زدکړې يې کړې وې دا خبره یقیني وه چې د هغه بچیان به تعلیمونه کوي، د لوڼو په ګډون برسېره پر دې چي طالبان وو او خطرونه وو هغه خپلو بچو ته په تعلیم نه ورکولو کې زیات خطرونه ليدل د طالبانو په وخت کې، زما په یاد دي زه به کله کله له ژونده ډېره ناهيلې شوم او زه به تل ډېره وېرېدم او ما خپل راتلونکى نه لیده ما به غوښتل چي ښوونځی پرېږدم خو، زما پلار هغه به ويل - واوره، زما لورکۍ تا نه د ژوند هر یو څیز ورکېدای شي. ستا پېسې غلا کېداى شي. چې جنګ شي نو کور پرېښودو ته مجبوره کېداى شې خو هغه یو څیز چې تل به له تا سره وي هغه دلته دی او که د ستا د ښوونځي د فیس ورکولو لپاره موږ د خپلې وینې خرڅولو ته هم اړ شو موږ به يې خرڅه کړو نو اوس هم ته نه غواړې تعلیم ته دوام ورکړې؟
Today I am 22. I was raised in a country that has been destroyed by decades of war. Fewer than six percent of women my age have made it beyond high school, and had my family not been so committed to my education, I would be one of them. Instead, I stand here a proud graduate of Middlebury College.
نن زه دوه ويشت کلنه يم زه په یوه داسې هېواد کې را لویه شوې یم چې د لسیزو اوږدو جګړو تباه کړی دی زما په همځولو کې تر شپږ فيصده کمې جینکۍ تر عالي لیسې وړاندې نه دي تللې او که زما کورنۍ پر تعلیم کلکه نه واى درېدلې زه به اوس د هغوى په شان وم خو برعکس، زه دلته د ميډلبري کالج د فارغې په توګه په ویاړ ولاړه یم
(Applause)
(د ستاينې چکچکې)
When I returned to Afghanistan, my grandfather, the one exiled from his home for daring to educate his daughters, was among the first to congratulate me. He not only brags about my college degree, but also that I was the first woman, and that I am the first woman to drive him through the streets of Kabul.
زه چې افغانستان ته ستنه شوم زما نیکه، هغه سړی چې د خپلو لوڼو د تعلیم يافته کولو په جرم له خپل کوره شړل شوی و لومړى کس و، چې ما ته يې مبارکي وويله هغه نه یواځې زما د کالج ډګري په وياړ وستايله بلکې دا هم چې زه لومړۍ جینۍ وم چې داسې ډګري مي اخيستې او دا هم چې زه لومړۍ جینۍ یم چې هغه مي د کابل په کوڅو کې په موټر کې وګرځاوه، چې ما چلاوه
(Applause)
(د ستاينې چکچې)
My family believes in me. I dream big, but my family dreams even bigger for me. That's why I am a global ambassador for 10x10, a global campaign to educate women. That's why I cofounded SOLA, the first and perhaps only boarding school for girls in Afghanistan, a country where it's still risky for girls to go to school. The exciting thing is that I see students at my school with ambition grabbing at opportunity. And I see their parents and their fathers who, like my own, advocate for them, despite and even in the face of daunting opposition.
زما کورنۍ پر ما باور لري زه لوی خوبونه وینم، خو زما کورنۍ زما لپاره تر ما هم ستر خوبونه ویني ځکه خو د ۱۰×۱۰ لپاره نړېواله سفیره یم چې د ښځو د تعلیم لپاره نړېواله مبارزه ده ځکه خو ما د (سولې) بنسټ کښېښود چې په افغانستان کې لومړنى او شاید یواځینى د جینکو ښوونځی دی چې استوګنځای هم لري په داسې يوه هېواد کې چې اوس هم د جینکو د زدکړو لپاره خوندي نه دی ډېره خوشالوونکې خبره دا ده چې زه پخپل ښوونځي کې داسې زده کوونکې وینم چې په ډېر همت سره له هرې موقعې ګټه اخلي او زه د هغوى ميندې پلرونه وینم په خاصه توګه پلرونه، چې زما د پلار په شان پر سختو مخالفتونو برسېره، د خپلو لوڼو ملاتړ کوي
Like Ahmed. That's not his real name, and I cannot show you his face, but Ahmed is the father of one of my students. Less than a month ago, he and his daughter were on their way from SOLA to their village, and they literally missed being killed by a roadside bomb by minutes. As he arrived home, the phone rang, a voice warning him that if he sent his daughter back to school, they would try again.
د مثال په توګه احمد: دا د هغه اصل نوم نه دی او زه نه شم کولای د هغه څېره تاسو ته وښيم خو احمد زما د يوې شاګردې پلار دی تر یوې میاشتې کم وخت مخکې، دوى له (سوله) ښوونځي خپل کلي ته روان وو او د سړک پر غاړه له ښخ شوي بم نه یو څو مينټه لرې وو، چې هغه و چاودېد احمد چي کور ته ورسېد، ټيليفون ورته راغی يو کس غږېده، چې هغه ته يې اخطار ورکاوه چې که خپله لور يې بیا ښوونځي ته واستوله نو دوى به بل برید پرې وکړي
"Kill me now, if you wish," he said, "but I will not ruin my daughter's future because of your old and backward ideas."
هغه ورته وويل: "که غواړې، اوس مې و وژنه خو زه د خپلې لور راتلونکى نه شم خرابولاى ستاسو په زړو او تيارو فکرونو
What I've come to realize about Afghanistan, and this is something that is often dismissed in the West, that behind most of us who succeed is a father who recognizes the value in his daughter and who sees that her success is his success. It's not to say that our mothers aren't key in our success. In fact, they're often the initial and convincing negotiators of a bright future for their daughters, but in the context of a society like in Afghanistan, we must have the support of men. Under the Taliban, girls who went to school numbered in the hundreds -- remember, it was illegal. But today, more than three million girls are in school in Afghanistan.
د افغانستان په اړه چي زه پوهه شوې یم هغه څه دي چي په غرب کې اکثر له پامه غورځول کیږي په موږ کې اکثره جینکۍ چې بریالۍ شوې دا د پلرونو برکت دي ځکه پلرونه دا مني، چي لوڼې هم قدر لري او د هغوي بریا خپله بریا ګڼي زه دا نه وايم چې زموږ ميندې زموږ په بریا کې هېڅ رول نه لري په حقیقت، اکثر ميندې وي چې د لور د ځلانده اینده لپاره لومړۍ خبره وړاندې کوي او په نورو يې مني خو د افغانستان په شان يوه ټولنه کې موږ بايد د سړيو ملاتړ و لرو د طالبانو په حکومت کې ښوونځو ته د تلونکو جینکو شمېر په سلګونو وو په یاد ولرئ، د جینکو زدکړې غيرقانوني وې خو نن، په افغانستان کې تر درې میلیونه زیاتې جینکۍ په ښوونځیو کې دي
(Applause)
(چکچکې)
Afghanistan looks so different from here in America. I find that Americans see the fragility in changes. I fear that these changes will not last much beyond the U.S. troops' withdrawal. But when I am back in Afghanistan, when I see the students in my school and their parents who advocate for them, who encourage them, I see a promising future and lasting change. To me, Afghanistan is a country of hope and boundless possibilities, and every single day the girls of SOLA remind me of that. Like me, they are dreaming big.
افغانستان دلته له امریکې ډېر بل ډول ښکاري زه اورم، امریکایان دا بدلونونه کلک نه ګڼي زه وېرېږم چې دا بدلونونه به د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته زیات وخت دوام و نه لري خو کله چې زه بيرته افغانستان ته لاړه شم کله چي د خپل ښوونځي زده کوونکې ووینم او د هغوى ميندې پلرونه چې د هغوى ملاتړ کوي هغوى ته حوصله ورکوي، نو يو هيله من سباوون او دوام لرونکي بدلونونه وینم زما لپاره افغانستان له هیلو او لامحدوده امکاناتو ډک هېواد دی او هره ورځ د (سوله) ښوونځي جینکۍ ما ته دا خبره کوي چې زما غوندې هغوى هم لوی خوبونه ویني
Thank you.
مننه.
(Applause)
(د ستاينې چکچکې)